ایکنانیوزد صدي البلد په حواله راپور راکړی،د هند مفتي، شیخ ابوبکر احمد، د شرمالشیخ د سولې تړون په اړه چې پدې وروستیو کې د مصر په شرمالشیخ ښار کې ددغه هیواد د ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر څارنې لاندې او له ۳۰ د زیاتو هېوادونو او نړیوالو ادارو د مشرانو او ولسمشرانو په پراخ ګډون سره لاسلیک شو، خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
هغه په یوه بیان کې وویل: دا تړون د غزې په تړانګې کې د بوږنونکي جګړې د پای ته رسولو او په عدالت، برابرۍ او سولهییز ګډ ژوند پر بنسټ د سیمې د بیا رغونې لپاره د امید یوه نوې کرښه ده.
د هند مفتي د مصر د دیپلوماتیکو هڅو ستاینه وکړه چې د شخړې د اړخونو ترمینځ ددغه تاریخي تړون لامل شوې او ټینګار ئې وکړ: د شرمالشیخ تړون یوازې یو سیاسي سند نه دی، بلکې یو انساني او معنوي غږ دی چې اخلاقي ارزښتونه په نړیوالو اړیکو کې خپل اصلي ځای ته بېرته ګرځوي. دا تړون دا ثابتوي چې د عقل غږ د توپونو له غورا لوړ دی او تلپاتې سوله یوازې د عدالت او د حقونو خاوندانو ته د بېرته ورکولو له لارې ترلاسه کېږي.
هغه زیاته کړه: د تړون لومړی پړاو، چې سمدستي اوربند، د اسرائیلي ځواکونو وتل، د فلسطیني اسیرانو او بندیانو خوشې کول او غزې ته د سمدستي بشري مرستو رسول شامل دي، د دوامداره رنځ پای ته د رسولو او غزې ته د عادي ژوند بېرته ګرځولو لپاره د ټولنې اراده څرګندوي.
شیخ ابوبکر احمد د قطر، ترکیې، اردن، سعودي عربستان او اماراتو په ګډون د مهمو عربي او اسلامي هېوادونو او همدارنګه د هند او انډونیشیا د شرمالشیخ په غونډې کې د ګډون ستاینه وکړه او وې ویل چې دا پراخ نړیوال ګډون د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د ویجاړوونکو جګړو پر وړاندې د نړیوال بشري دریځ یووالی ښيي.
د هند مفتي له ټولو اړخونو وغوښتل چې د تړون له شرایطو سره په بشپړه توګه ژمن پاتې شي او په فلسطین او سیمه کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه د خپل بیان په پاي کې ټینګار وکړ چې اسلام د سولې دین دی او د ټولو پیغمبرانو پیغام د خلکو ترمینځ د ګډ ژوند او مهربانۍ بلنه ده.
باید ووئيل شي چې د تیرې دوشنبې په ورځ، د تلې دمیاشتې ۲۱مه، د حماس غورځنګ او صهیونیستي رژیم ترمینځ د اوربند تړون د یو شمېر سیمهییزو او اروپايي هېوادونو او متحده ایالاتو د مشرانو په شتون او ګډون سره په رسمي توګه د مصر په شرمالشیخ غونډې کې لاسلیک شو.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د صهیونیستي رژیم او حماس ترمینځ د سولې تړون لاسلیک کړ، او پر ټرمپ سربېره، د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني او د مصر او ترکیې ولسمشران، عبدالفتاح السیسي او رجب طیب اردوغان هم دا معاهده لاسلیک کړه.
د شخړې هیڅ یو اړخ (صهیونیستي رژیم او حماس) په دې مراسمو کې شتون نه درلود.
https://iqna.ir/fa/news/4310885